د متحده عربي اماراتو پر یو هوايي ډګر د حوثي یاغیانو برید سخت غبرګونونه پارولي
د متحده عربي اماراتو پر یو هوايي ډګر د حوثي یاغیانو برید سخت غبرګونونه پارولي
حوثیانو په ښکاره ددې برید پړه منلې او د بریدونو د ډېرولو خبره یې کړې ده.
اماراتو دا یو ترهګریز برید بللی او په خبره یې د برید ځواب پر وخت ورکوي.
(2022 / 1 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پر متحده عربي اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونو سخت غبرګونونه پارولي دي.
تېره ورځ حوثي یاغیانو له ډرون الوتکو او بالستیک توغندیو په استفادي د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې څو سیمې په نښه کړې.
په دې کې هوایي ډګر او د تېلو څو تصفیه ځایونه شامل وو. په دې بریدونو کې شاوخوا ۳ کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
حوثیانو په ښکاره ددې برید پړه منلې او د بریدونو د ډېرولو خبره یې کړې ده.
اماراتو دا یو ترهګریز برید بللی او په خبره یې د برید ځواب پر وخت ورکوي.
اړوند موضوعات:
د سعودي عربستان پر یوۀ هوايي ډګر برید شوی
بلخوا امریکا بیا دا برید غندلی او زیاتوي چې امریکا د خپلو ملګرو هېوادونو پر وړاندې دغه ډول اقدام نه زغمي.