م،م: افغانستان کې سخت ژمي د مرستې رسونې بهیر لۀ خنډ سره مخ کړی 

0
95

م،م: افغانستان کې سخت ژمي د مرستې رسونې بهیر لۀ خنډ سره مخ کړی 

ملګري ملتونه وایي ښایي د روان وضعیت له امله شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان متاثر شي او د ژمي تر پایه لا ډېر خلک بشري مرستو ته اړ شي.

 

(2022 / 1 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې سختو ورښتونو د مرستې رسونې بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې سخت ژمي، ورښتونو او د اړینو امکاناتو نشتون د افغانستان ډېری ولایتونو ته د مرستې رسونې بهیر له ستونزوسر مخ کړی دی.

سرچینه وایي چې همدا اوس د ګڼو ولایتونو په تېره د لرو پرتو ولسوالیو لارې د واورو د ورښت له امله تړل شوې او دوی د مرستو په رسونه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ملګري ملتونه وایي ښایي د روان وضعیت له امله شاوخوا ۹۷ سلنه افغانان متاثر شي او د ژمي تر پایه لا ډېر خلک بشري مرستو ته اړ شي.

اړوند موضوعات: 

سټرایپیز نشریه لیکي چې افغانان لۀ سخت ژمي او اقتصادي ناورین سره مخ دي 

ملګري ملتونه داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې تازه په تازه یې له نړیوالو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۵ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

Leave a reply