حریم شاه د عمران خان نه د ډیرې نا امیدې او خفګان څرګندونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکسته مشهوره ټک ټاک جینۍ حریم شاه وايي زما په ضد چې څومره تحقیقات وشي نیو زه ددې تحقیقاتو څخه نه یریږم.
په یوه تازه ویډیويي بیان کې حریم شاه د وزیراعظم عمران خان په کارکردګۍ خفګان او مایوسي څرګنده کړې ده
د جیو رپورټ مطابق په ویډیو پېغام کې حریم ویلي کله چې مونږ د ډالرو په بدل کې پاکستانۍ پیسې بدلوو نو بیا ژاړم، هغه وایی چې کله مو وزیراعظم عمران خان ته رایه ورکړه نو هیله یې راکړه چې د پاسپورټ او د پاکستانۍ کرنسۍ د ارزښت کچه به په دې وخت کې ډېره لوړه شي.
مشهور ټک ټاکر وویل چې مونږ د عمران خان نه مایوسه شوي یو، مایوسه شوي یو خو اوس هم امید شته چې کیدای شي داسې وزیراعظم راشي چې پاکستان یو لوړ ځای ته ورسوي.





