د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې له کبله د مړینو د خطر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

0
176

 د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې له کبله د مړینو د خطر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ

انتونيو ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

 

(2022 / 1 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

انتونیو ګوترېش ددې سازمان د سرمنشي په توګه د خپلې دویمې دورې د پیل په مناسبت له اسوشېټېډ پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل، په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله په ډله ییز ډول مجازات نه شي.

د ګوترېش په خبره دا ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره بشري مرستې لا زیاتې شي، ځکه افغانان په داسې وضعیت کې دي چې د لوږې له کبله یې ژوند ته د مرګ خطر پېښ دی.

اړوند موضوعات: 

د لوږې پر وړاندې د مبارز بنسټ خبرداری ورکړی چې افغانستان کې بشري ناورین لۀ کنټروله وتونکی دی 

انتونيو ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

Leave a reply