د کورونا وبا په وجه د سیلګرې څانګه بده متاثره شوه: شاه محمود قریشي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ په خپل دفتر کې د وزیراعظم عمران خان د سیلګرۍ رابطو لپاره خاص مرستیال اعظم جمیل سره د ملاقات په دوران اوویل چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت اولنۍ ترجیح ده چې په هیواد کې سیلګرۍ ته وده ورکړي ځکه دا هیواد د سیلګرۍ په څانګه کې دیر عالي ځایونه لري.
د ملاقات په مهال د سېلګرۍ ودې سره په اړوندو اړخونو او چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ وده د وزيراعظم عمران خان او د تحريك انصاف حكومت په لومړو ترجيحاتو كښې شامل د.هغه زیاته کړه چې په كال 2019 كښې په پاكستان كښې د سېلګرۍ په څنګه كښې ځانګړې ترقي شوه.
قریشي اوویل چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وبا له وجهې د بهرهیوادونو اقتصاد او سیلګري بده متاثره شوې او هم دغه شان د پاکستان سیلګري هم د کورنا وبا له وجهې بده متاثره شوه.
قریشي اوویل چې د سپېن دورې په مهال زما د ملګرو ملتونو د سېلګرۍ نړيوال تنظيم (یو اېن ډبلیو ټی او) سېكتر سره ګټور ملاقات شوې دې.
د وزیراعظم مرستیا د قریشي څخه مننه وکړه او د سیلګرۍ په اړه ی د یوې قوي قومي پلان جوړولو ژمنه هم وکړه.