وزیراعلی سره د بالاکوټ او مانسهرې مشرانو ملاقات کړې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د بالاکوټ او د مانسهره ضلعو د مشرانو یوه پلاوي د خیبر پښتونخوا له وزیر اعلی محمود خان سره وکتل او په بالاکوټ کې د اوبو د برېښنا پروژې او د اولس د ستونزو په اړه یې په بېلابېلو ستونزو خبرې وکړې. د پلاوي مشري د وزیراعلی خاص مرستیال احمد حسین شاه کوله.
په دې موقع ايډيشنل چيف سيكرټري شهاب علي شاه، سيكرټري انرجي او پاور امتياز حسين شاه، د وزيراعلي خاص سيكرټري محمد خليق، چيف ايګزيکټيو افسر پيډو محمد نعيم، ډپټي کمشنر مانسهره عدنان بيټني او نور اړونده چارواكي هم موجود وو۔په دې موقع وزيراعلي د انرجي او برېښنا څانګې اړوندو چارواكو ته هدايات وكړل چې په دې سروې كښې د سماجي او اقتصادي سروې نه پاتې شوي كورونه شاملولو لپاره دې ضروري ګامونه پورته كړې شي۔ وزيراعلي د هزاره ډويژن کمشنر ته دا هم لارښوونه وکړه چې د دې معاملې پلټنه دې وکړي او رپورټ دې وړاندې کړي.

Leave a reply