د پیښور انتظامي افسرانو د اولس ستونزې واوریدې

باغی ټي وي رپورټ
د صوبائي حکومت د احکاماتو په رڼا کښي د پيښور ضلعي انتظاميي تر سيوري لاندي د متني تحصيل سربند سيمه کښي یوه آزاده غونډه وکړه چرته چې د عام اولس ستونزې واوریدل شوې.
په غونډه کې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړو او د خپلو ستونزو په اړه یې چارواکو ته معلومات ورکړل.
په دي موقع ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان، ډپټي ډائريکټر (ډيټا بيس) محمد اصغر خان، ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اعزاز احمد، پوليس افسرانو، تحصيلدار شکيل خان، د ماتحت څانګو افسرانو، ريونيو سټاف او علاقائي مشرانو په لويه شميره کښي ګډون اوکړو.
په دي موقع اولس د خپلو مشکلاتو نه مقامی انتظامي افسران خبر کړل۔ د سيمې اوسېدونکو له چارواکو سره د سړکونو د جوړولو، د سرکونو د بیارغونې ، د ګیس د کم فشار ستونزې او د بجلۍ د لوډشيډنګ د مودې د کمولو او نورو مسايلو په اړه خبرې وکړې او غوښتنه ی وکړه چې دا ستونزې دې هوارې کړی.
انتظامی افسرانو اولس او مشرانو ته باور ورکړو چې ددوی ستونزو هوارولو لپاره به ګامونه پورته شي.






