بصیرت شینواري آی جی پولیس سره ملاقات کړې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د صوبایی اسمبلۍ ښځینه غړې بصيرت خان شینواري په خپل دفتر کښي د آئي جي پوليس او سي سي پي او سره وليدل او د پوليس پشمول د امن او امان په صورتحال باندي ئي هم ورسره خبري اتري اوکړي۔
د تفصیلاتو ترمخه د صوبائې اسمبلۍ غړي بصيرت خان آئي جي پوليس معظم جا انصاري او سي سي پي او عباس احسن سره مهمه غونډه وکړه.
ايم پي اے بصيرت خان آئي جي ته دخبرو په مهال وويل چې د پولیس اهلکارو د ټریننګ روپې نه دي ورکړې شوي اؤ په دې لړ کې دې فوري گامونه واخستل شي او پولیس اهلکارو ته دې دا روپې او وظیفه ورکړې شي.
د دې نه علاوه د خېبر ضلعې د زمکو د شخړو له وجې د امن او امان په صورتحال او نورو مسلو هم خبرې اترې وشوې، په ځواب کښې آئي جي اوويل چې دا د پوليس ذمه واري ده چې دا ستونزې هوارې کړی او په هر صورت کې به هم دوی حکومتي رټ قایموي.





