په مهمندو ضلع کې د پولیو په اړه یوه مهمه غونډه

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع مهمند په هیډکوارټر تحصیل غلنۍ کې د ډي سي په دفتر کې دپوليو دکمپاين په اړه یوه مهمه غونډه وشوه.
د مهمندو ضلعي د صحت مشر رفیق حیات په یو بیان کې ویلي چې په ضلع کې به ٩٧٤٠٢ ماشومان ته دپوليو ضد واکسين ورکړل شي.
د جاري شوي یو بیان مطابق د روان کال د جنورۍ له ۲۴ څخه تر ۲۸ نېټې پورې د پولیو د راتلونکي کمپاین په مناسبت د غلنۍ ډي سي دفتر کې په رسمي توګه ددې کمپاین پرانسته وشوه او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شو.
په دې موقع د لوئر او اپر سب ډویژنونو تحصیل ناظم نوید احمد او حافظ تاج ولي خان پشمول ګڼ شمیر مقامي مشران او علما هم موجود وو.
په دې موقع انتظامی مشرانو د مقامی خلقو او د ماشومانو مورپلار څخه غوښتنه وکړه چې د پولیو کمپاین په دوران د پولیو اهلکارو سره مرسته وکړي چې دوی ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او ماشومان دې ناروغۍ څخه وژغوري.

Leave a reply