له قطري او ترکي لوري سره د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي

0
94

له قطري او ترکي لوري سره د هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي

ترانسپورت وزارت وایي چې دې مذاکراتو دوه ورځې دوام کړی دی او تر ډېره د یادو هوايي ډګرونو د تخنیکي مسوولیت پر سپارلو خبرې شوې دي.

 

(2022 / 1 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترانسپورت وزارت له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنیفي په مشرۍ پلاوي د ترکیې او قطر هېواد له ګډ پلاوي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د کابل، کندهار، خوست، هرات او مزار شریف هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي.

ترانسپورت وزارت وایي چې دې مذاکراتو دوه ورځې دوام کړی دی او تر ډېره د یادو هوايي ډګرونو د تخنیکي مسوولیت پر سپارلو خبرې شوې دي.

اړوند موضوعات:

ترکیه او قطر د افغانستان د پنځو هوايي ډګرونو د سمبالښت چارې پر غاړه اخلي 

ترانسپورت وزارت خبرې او لیدنې ګټورې بولي او زیاتوي چې درېواړو اړخونو پر ګډو ګټو ټینګار کړی دی او پر لا پرمختګونو بحث شوی دی.

Leave a reply