ترکیې له افغانستان سره بشردوستانه مرسته اعلان کړه

0
192

ترکیې له افغانستان سره بشردوستانه مرسته اعلان کړه

اردوغان یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او هيله لري چې دغه هېواد له روانو ستونزو راووځي.

 

(2022 / 1 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې په افغانستان کې خلک له سخت وضعیت سره مخ دي، چې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې د خیر ښېګڼې په نامه له لومړنیو توکو ډک ټرېن افغانستان ته ولېږي.

اړوند موضوعات: 

امریکا ویلي چې د افغانستان پۀ وړاندې زموږ وروستۍ تګلاره بشر دوستانه مرستې نۀ زیانمنوي 

اردوغان وایي چې په دې کې شاوخوا ۷۰۰ ټنه مرستندویه توکي دي چې افغانستان ته به لېږدول کېږي او پر اړمنو وېشل کېږي.

اردوغان یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او هيله لري چې دغه هېواد له روانو ستونزو راووځي.

Leave a reply