په وین کې د ایران اټومي مذاکرات خورا سخت پړاو ته رسېدلي دي  

0
85

په وین کې د ایران اټومي مذاکرات خورا سخت پړاو ته رسېدلي دي

سرچینه کاږي چې ډېری کوچني مسایل حل شوي خو بحثونه پر خورا سترو اختلافاتو پيل شوي چې ښایي دا مذاکرات دوام وکړي او د پایلې په اړه یې هم وړاندوینه ناشونې ده.

 

(2022 / 1 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

راپورونه وایي چې دمګړی د ایران او پنځو قوتونو ترمنځ د اټومي هوکړې پر سر مذاکرات بیا پیل شوي دي.

امریکا هم په غیر مستقیمه توګه په دې مذاکراتو کې ګډونواله ده او بهرنۍ رسنۍ وايي چې مذاکرات خورا سخت پړاو ته د ننه شوي دي.

سرچینه کاږي چې ډېری کوچني مسایل حل شوي خو بحثونه پر خورا سترو اختلافاتو پيل شوي چې ښایي دا مذاکرات دوام وکړي او د پایلې په اړه یې هم وړاندوینه ناشونې ده.

اړوند موضوعات: 

روسیه او ایران وايي چې د اټومي تړون مذاکرات ښۀ روان دي او هیله چې ښې پایلې ولري 

دا مذاکرات داسې مهال پیل شوي امریکا او اروپايي هېوادونه ایران ته د فرصت د ختمېدو په تړاو خبرداری ورکوي.

دوی وایي که مذاکرات په لنډه موده کې پایله و نه لري نو ایران دې بدو عواقبو ته شېبې وشماري.

Leave a reply