په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ۵۷۶۶۹ معاینات شوي

0
168

باغي ټي وي رپورټ
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا د نړیوالې وبا له امله ۸ تنه مړه شوي او ۵۴۷۲ نوې پېښې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې د کورونا وبا په اړه خبرونه او نور مهم معلومات خپرولو د اړارې ویب پاڼې (covid.gov.pk) له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ۵۷۶۶۹ معاینات شوي چې له دې جملې څخه ۵۴۷۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۸ نور په دغه وتیرس مړه شول.
د رسمي پورټل د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه ۹،۴۸ سلنه وه. د NCOC په وینا، په ټول هیواد کې د کورونا څخه د مړو شمیره 29037 ته رسیدلې او د اغیزمنو کسانو شمیر 1338993 ته رسیدلی.

Leave a reply