امریکا د افغانستان نوي حکومت ته د افغان پوځ د وړل شویو چورلکو لۀ بېرته ورکړې څخه انکار کړی دی

امریکا د افغانستان نوي حکومت ته د افغان پوځ د وړل شویو چورلکو لۀ بېرته ورکړې څخه انکار کړی دی
پنټاګون وايي د افغانستان شمالي ګاونډیو ته د افغان پوځ وړل شوې الوتکې نوي حکومت ته نه ورکوي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان پوځ د الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه تر دې دمه نه ده کړې خو ټاکل شوې چې دغه الوتکې افغان لوري ته ور نه کړل شي.
پنټاګون وایي دوی له پخواني پوځ سره پراخې مرستې کړې دي او داسې کومه نښه نښانه نشته چې دا مرستې دې له افغانستان سره په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه وشي نو له همدې امله ټاکل شوې چې ددغه الوتکو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي او هغه له افغانستان وګرځول شي.
اړوند موضوعات:
د کانګرس غړی: له افغانستانه؛ وړل شوې الوتکې د امریکا دي افغانستان پورې اړه نلري
د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان ګڼې الوتکې د پخواني پوځ له لوري شمالي ګاونډیو تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې دي، چې تر دې دمه په یادو هېوادونو کې دي.
افغان حکومت په وروستیو کې ددغه الوتکو د بېرته رالېږلو غوښتنه کړې وه.






