عتیق شینواري د فټ بال په یوه نړیواله او مهمه غونډه کې ګډون کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې په سرینا هوټل کې د فوټبال لوبې په اړه یو مهمه غونډه جوړه شوې وه. په دې سیمینار او غونډه کې د بلجیم هیواد د فټ بال نړیوالو روزونکو او نورو چارواکو برخه واخسته. په دغه سيمينار کې د لنډېکوتل د سیمې یو وتلی او نړيوال لوبغاړي عتيق شينواري هم ګډون وکړو.
په دې موقع د لنډېکوتل سیمې لوبغاړي عتيق شينواري وويل چې په دې سيمينار کې د بهر ملکونو څخه د فټبال چارواکو برخه واخسته , هغه زیاته کړه چې ډېر زر به د پاکستان څخه د فوټبال يوه غوره لوبډله بهر ته سفر وکړي او هلته به د فوټبال په ټورنمنټ کې ګډون وکړی.
هغه اوویل چې دا د پاکستان لپاره د لوی ویاړ خبره ده چې د فټ بال ټیم به د بلجیم سفر وکړي ,د فټ بال په سیالیو کې به هم برخه واخلی.





