د ګاړي مالکانو په تورخم پوله شکایت کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
ډرایورانو او سوداګرو شکایت کړې دې چې تورخم بارډر سره نزدې لنډيکوټل کې د مچنۍ چيک پوسټ باندي د ګمرک چارواکو لخوا په دريو ځايونو کې د افغانستان نه راغلي مالونه او خالي ګاډي چیک کولو له وجي لار بندیږي چې له وجهې ټرانسپورټران د سختو ستونزو سره مخ دي.
د تفصيلاتو ترمخه د لنډي کوتل مچنۍ چيک پوسټ باندي د کسټم محکمي د افغانستان نه راغلي بار وړونکو ګاړو او خالي ګاډو په دريو ځايونو تلاشی کوي، ډرایوران وایی چې دې وجهې نه ددوی ډیر وخت ضایع کیږي چې له وجې ټرانسپورټران سخت مشکلاتو سره مخ دي.
د تورخم د ټرانسپورټ اتحادیې رییس عظیم الله شینواری وايي چې د مچنۍ چیک پوسټ سره د ایف سي چارواکو، د ګمرک اهلکارو او د ګمرک ټرانزیټ تجارت چارواکو پشمول د چیکنګ له وجې د بار وړونکو ګاړو اوږده قطارونه جوړیږي، او ټریفک ستونزه رامخې ته کیږي چې له وجې ټرانسپورټرانو ته سخت مشکلات راپیښیږي.
هغوی غوښتنه وکړه چې په دومر ګنړ شمیر کې چیکنګ کول مناسب نه دې او په ګنړ شمیر ځایونو کې د چیکنګ بند کړې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *