شلوبر قوم ګواښ ورکړې چې پيښور او تورخم لویه لار به وتړي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په باړه تحصیل کې د شلوبر قوم مشرانو یوه غونډه تابیا شوې وه . په دې غونډه کې د پاک افغان لويې لارې بندولو او د پوليو د راتلونکي کمپاين څخه د بايکاټ په اړه د انتظامي کمېټۍ غړو ته ذمه واري وسپارل شوې.
دسرچينو ترمخه دجنورۍ په 21مه نيټه به دپاک افغان لويه لاره د هر قسمه ټريفک پرمخ تړلو اؤ دجنورۍ په 24مه نيټه دپوليو په ضد کمپاين څخه دبائيکاټ کولو انتظامات شوي دي.
دسرچينو ترمخه د بایکاټ په اړه د شلوبر قبيلې د انتظامي کميټۍ يوه مهمه غونډه م شوې ده. دسرچينو ترمخه د شلوبر قبيلې مشرانو د پاک افغان هائي وے بندولو او د باړه نحصیل شلوبر بيسې سیمه کې د کرش پلانټ د بندولو په ضد د پوليو ضد کمپاين څخه بائیکاټ اعلان کړې دی.
د مشرانو غوښتنه ده چې دا کرش پلانټونه دې بند نه کړې شي.






