د انصارالله ډلې امارتو تر برید وروسته ویلي چې ” دوی هلته مهم اهداف لري، دا یې د بریدون  پیل ؤ” 

0
145

د انصارالله ډلې امارتو تر برید وروسته ویلي چې ” دوی هلته مهم اهداف لري، دا یې د بریدون  پیل ؤ” 

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی وروستی برید په یمن کې د یو شمېر هغو بې ګناه وګړو د وژنې په غبرګون کې کړی دی چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په وروستۍ بمباري کې یې خپل ژوند بایللی دی.

 

(2022 / 1 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د یمن د انصارالله ډلې یو مهم رهبر محمد البخیتي په متحده عربي اماراتو کې تر برید وروسته ویلي چې دا یې د بریدونو پیل دی او ټینګار کوي چې دوی په دغه هېواد کې تر دې ډېر مهم او ژور اهداف لري.

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی وروستی برید په یمن کې د یو شمېر هغو بې ګناه وګړو د وژنې په غبرګون کې کړی دی چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په وروستۍ بمباري کې یې خپل ژوند بایللی دی.

البخیتي متحده عرب اماراتو او سعودي ته ګواښ کړی دی چې له دې وروسته به پر یمن د هر برید ځواب په ورته ډول ورکړي.

هغه زیاته کړې چې دوی اماراتو ته د شاتګ یو غوره فرصت ورکړی و خو هغوی ترې استفاده ونکړه او په یمن کې پاتې شول.

د یادونې ده چې سعودي له یوې شدیدي مقابلې وروسته امارات په یمن کې ښکېل کړل او خپله یې ترې پښې سپکې کړې.

Leave a reply