په تورخم پوله تګ راتګ دوام لري

د پاکستان اړخ ته د تورخم په پوله ایمبولنس د افغان مریضانو لپاره په زیرو پواینټ ولاړ دې
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د افغان مسافرو ،مریضانو او نورو عام وګړو تګ راتګ دوام لري، د سرکاري اهلکار مطابق پرون په ۱۷ جنوري د افغانستان څخه ۷۱ افغان مریضان پاکستان ته داخل شول.
د تورخم بارډر اهلکار مطابق پرون په ۱۷ جنوري ۳۰۹۲ افغانان پاکستان ته راداخل شول او د پاکستان څخه څه ۲۲۲۴ افغان وګړي خپل هیواد افغانستان ته داخل شول.
د تورخم اهلکار مطابق پرون د جرمني سفارت او حکومت په مرسته ۸۲ افغان وګړي چې پکې ۲۹ زده کوونکي، ۱۳ ښځې، ۲۵ ماشومان، ۲ ډرایوران، ۷ سیکوریټي ګارډ، ۱ سیکوریټي افسر، ۱ سوداګر، ۱ ښوونکې ،۱ کمیونټي موبلایزر، ۱ انجنیر او ۱ یوتن ایډمن منیجر په دې افغان وګړو کې شامل وو، دا افغان وګړي به بیا بهر هیواد ته سفر وکړي.
سیاسي او داسې د بیلا بیلو چارو کارپوهان وایی چې د افغانستان نه د خلقو وتل په ګټه نه دي او که داسې د افغان وګړو ددې هیواد څخه د افغان وکړو وتل دوام ولري نو دا به د افغانستان او د افغان اولس په زیات تمام شي.






