بادغیس کې زلزلو ۲۶ تنه وژلي دي

0
215

بادغیس کې زلزلو ۲۶ تنه وژلي دي

د امریکا د جیولوجۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵.۳ او د بلې زلزلې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴.۹ ثبت کړې ده.

 

(2022 / 1 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پرون د ترکمنستان پولې ته نژدې په بادغیس ولایت کې دوه جلا زلزلو ۲۶ تنه وژلي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د امریکا د جیولوجۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵.۳ او د بلې زلزلې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴.۹ ثبت کړې ده.

د افغانستان د بیړنیو چارو د وزارت د اضطراري عملیاتو د مرکز رییس ملا جانان صاعق د ۲۶ کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې څه باندې ۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان پۀ یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو لۀ امله هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اووښتي دي.

Leave a reply