شیخ رشید د اسلام آباد ترهګریز برید په اړه د آی جي اسلام آباد څخه رپورټ غوښتې

0
148

باغی ټي وي رپورټ
پرون په پایه تخت اسلام آباد کې په پولیس پوسته د ترهګریز برید وفاقي وزیر شیخ رشید نوټس اخستې دې او د اسلام آباد آیی جي څخه ی ددې بدې پیښې په اړه رپورټ غوښتې دې.
د جاري شوي یو بیان مطابق شیخ رشید په دې پيښه د غم څرګندونه کړې ده، د شهید شوي اهلکار او دده خاندان سره ی د غمرازې څرګندونه کړې ده.
شیخ رشید د آیی جي پولیس اسلام آباد څخه د پیر د ورځې په پولیسو د برید بشپړ رپورټ غوښتنه کړې ده. د یادونې ده چې پرون په اسلام آباد د کراچي کمپني د پولیس په یوسته ترهګرو په پولیسو ډزې پیل کړې چې په پایله کې ی پولیس وژل شوې، د پولیس په ځوابي ډزو کې دواړه ترهګر هم اووژل شول.

Leave a reply