ا.ا تجارانو ته: که بې کیفیته نفتي مواد را وارد کړئ سخته سزا به وویني
ا.ا تجارانو ته: که بې کیفیته نفتي مواد را وارد کړئ سخته سزا به وویني
دې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه سوداګر چې د تیلو او ګازو واردات کوي له دې وروسته دې د بې کیفیته موادو له واردولو ډډه وکړي او که د سرغوړنې په صورت کې ونیول شي سخته سزا به وویني.
(2022 / 1 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اسلامي امارت د استنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي موادو له واردولو ډډه وکړي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه سوداګر چې د تیلو او ګازو واردات کوي له دې وروسته دې د بې کیفیته موادو له واردولو ډډه وکړي او که د سرغوړنې په صورت کې ونیول شي سخته سزا به وویني.
د یادې ادارې د اعلامیې پربنسټ، د بې کیفیته نفتي موادو استعمال د چاپیریال ترڅنګ د انسانانو روغتیا ته هم زیان رسوي او د دغې چارې د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار پیل کړی دی.