پر یهودي معبد برید کوونکی د عافیه صدیقي د خلاصون غوښتونکی ؤ

0
82

پر یهودي معبد برید کوونکی د عافیه صدیقي د خلاصون غوښتونکی ؤ
د امریکا ولسمشر جو بایډڼ وايي د متحده ایالتونو تکزاس ايالت کې د يهوادنو په عبادت ځاى برید کوونکی ملک فيصل اکرم نومېده، چې د معبد د مشر په ګډون یې څلور کسه هم برمته بیولي ؤ.

 

(2022 / 1 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا ولسمشر جو بایډڼ وايي د متحده ایالتونو تکزاس ايالت کې د يهوادنو په عبادت ځاى برید کوونکی ملک فيصل اکرم نومېده، چې د معبد د مشر په ګډون یې څلور کسه هم برمته بیولي ؤ.
د بایډن په باور اکرم، چې د بریتانیا تبع دی، د پاکستانۍ ساینسپوه عافيه صديقي د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.
”د امریکا ولسمشر وايي په دې تړاو لا کافي معلومات نه شته، چې وښيي ولې د یهودانو عبادت ځای په نښه شوی دی او ولې یرغمل کوونکي د داسې چا د خوشي کولو غوښتنه کوله چې لس کاله کېږي زنداني ده او ولې هغه د یهودانو او اسراییل ضد خبرې کولې. ”
عافیه له ۱۰ کلونو را په دې خوا له امریکا سره د ترهګرۍ په تور بندي ده.

Leave a reply