د بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته د سفر پر مهال د یاد هېواد لۀ یو شمېر مهمو کسانو سره لیدلي دي
د بهرنیو چارو وزیر ترکمنستان ته د سفر پر مهال د یاد هېواد لۀ یو شمېر مهمو کسانو سره لیدلي دي
په دې لیدنه کې پر سیاسي، امنیتي، ډیپلوماټیکو اړیکو، ټاپي پروژې، اقتصادي راکړې ورکړې او دغه راز پر نورو موضوعاتو بحثونه او د نظر تبادله شوې.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي بېګاه د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال، د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې پر سیاسي، امنیتي، ډیپلوماټیکو اړیکو، ټاپي پروژې، اقتصادي راکړې ورکړې او دغه راز پر نورو موضوعاتو بحثونه او د نظر تبادله شوې.
اړوند موضوعات:
امیرخان متقي لۀ خپل ترکمني سیال سره لیدلي دي
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کړی ؤ او د هرات او یو شمېر نورو ولایتونو تر لیدنې وروسته یې رسنیو ته په خبرو کې وویل چې اوس د افغانستان امنیت ښۀ شوی او د ټاپيپروژې د پلي کولو ته زمینه برابره شوې، چې د نوموړي تر بېرته ګرځېدو څو ورځې وروسته یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پۀ رسمي سفر یاد هېواد ته وغوښتۀ.