قطر وايي چې د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ جوړوي

قطر وايي چې د افغانستان خلکو سره د مرستې لپاره خیریه بنسټ جوړوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د آل ثاني له قوله ویلي چې هغه په دې ستونزمن وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
(2022 / 1 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر د شاهي کورنۍ غړی شیخ عبدالله بن محمد آل ثاني، د افغان حکومت له رییس الوزرا محمد حسن آخوند سره په کتنه کې، د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د خیریه بنسټ د جوړولو خبر ورکړی دی.
رییس الوزرا په دغه کتنه کې ویلي چې افغان حکومت غواړي له قطر سره ښې اړیکې ولري.
هغه اسلام د دواړه اړخیزو همکاریو د پراختیا بستر بللی او ټینګار یې کړی چې دا دوه وروڼه او مسلمان هېوادونه د غوره اړیکو پراختیا ته ژمن دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د آل ثاني له قوله ویلي چې هغه په دې ستونزمن وضعیت کې د افغانانو ترڅنګ درېږي او له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
اړوند موضوعات:
د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې ده
قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري او د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو د ناستو کوربه و.




