د عامې ورغتیا وزارت مرستیال: د روغتیايي چارې دې له سیاسته لرې وي

د روغتیا وزارت مسلکي مرستیال نن د جینوا په کلنۍ خبري غونډه کې له نړیوالو هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسایلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
(2022 / 1 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د روغتیا وزارت مسلکي معین ډاکتر عبدالباري عمر وايي، لاهم نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا د مرکزونو د تمویل په برخه کې بیا ځلي فعالیت نه دی پیل کړی.
تر دې وړاندې نړیوال بانک تر ۲۰۲۴ میلادي کاله په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د ټولو مرکزونو د تمویل مسوولیت پر غاړه اخیستی و.