لنډیکوتل ته د بریښنا سپلایی بنده شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د بریښنا لوی لوی برجونه پریوتلي دي چې له وجهې ی ټول لنډیکوتل او نزدې سیمو ته د بجلۍ سپلایی بنده شوې ده، په دې سخت ساړه کې د بریښنا د بندیدو له وجهې ځایی خلق د سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د جمرو په تاریخي شاګۍ سیمه کښې تيره ورځ د تيزو بادونو له وجې د بجلۍ درې لوي برجونه ړنګ شوي چې له وجې ئي د لنډي کوتل تحصيل ته بجلي بنده شوې ده۔ د واپډا چارواکو په وینا د درېو برجونو په ترمیم کې تر لسو ورځو زیات وخت لګیږي.
د ځای خلقو مطابق په دې سخت ساړه کې خلق د بجلۍ د نشتوالي د جهې د سختو ستونز سره مخ شوي دي او په سیمه کې د بریښنا د نشتوالي له وجهې خلقو ته د څښلو د اوبو په حاصلولو کې هم سختې ستونزې رامخې ته شوي دي.






