امریکا لۀ افغانستان سره ۳۰۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه 

0
84

امریکا لۀ افغانستان سره ۳۰۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه 

د یادونې ده چې مخکې تر دې د امریکا د سولې انسټیټوټ ویلي وو چې یوازې بشري مرستې نه شي کولی دغه هېواد له اقتصادي بحرانه وباسي بلکې امریکا باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان څه کم لس میلیارده ډالر مالي پانګه هر څه ژر ازاده او بېرته د دغه هېواد بانکونو ته ولېږدوي.

(2022 / 1 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا تېره ورځ له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی.

د ان‌بي‌سي د راپور له مخې، امریکا په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه والي او دغه راز د دغه هېواد د اقتصاد سقوط مخنیوي په موخه نن له افغانستان سره ۳۰۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.

راپور کاږي چې واشنګټن دغه راز له افغانانو سره د یو میلیون ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه هم کړې ده چې ډېر ژر به افغانستان ته واستول شي.

اړوند موضوعات: 

برېټانیا لۀ افغانستان څخه د ۲۰ زره وګړو د لېږد پروسه پیل کړې 

Leave a reply