د باغي ټلویزیون لس کلن بریالی مزل؛ دغه لس کلن بریالی مزل د مبشر لقمان د پیاوړتیا ښکارندویي کوي 

0
240

د باغي ټلویزیون لس کلن بریالی مزل؛ دغه لس کلن بریالی مزل د مبشر لقمان د پیاوړتیا ښکارندویي کوي

باغي تلویزیون اوس هم په اردو، انګلیسي او پښتو ژبو په بریالیتوب سره خپرونې کوي او جابس پورټل هم په ټوله نړۍ کې د باغي تلویزیون په یوټیوب چینل کې هره ورځ د کار اعلانونه خپروي.

 

(2022 / 1 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نن د باغي ټلویزیون لسم کال پوره شو، چې دغه ټلویزیون لۀ چیلنجونو سره سره خپل بریالی مزل لسم کال ته رسوي.

د باغي ټلویزیون د بریا لس کلن کریډیټ مبشر لقمان ته دي، دغه ستر ویاړ دې نوموړي ته مبارک وي.

په ډیجیټل میډیا کې لوی نوم، د باغي ټلویزیون لس کلن بریالی سفر؛ د پاکستان د نظریاتي سرحدونو مسوول د ژورنالیزم ساتونکی ګران مبشر لقمان د باغي ټلویزیون مشر ته درناوی وړاندې کوي.

د باغي ټلویزیون اجرایوي مشر مبشر لقمان لس کاله وړاندې د باغي ټلویزیون لومړنۍ چارې پیل کړې چې نن د دغۀ سفر لس کاله پوره شول.

باغي تلویزیون اوس هم په اردو، انګلیسي او پښتو ژبو په بریالیتوب سره خپرونې کوي او جابس پورټل هم په ټوله نړۍ کې د باغي تلویزیون په یوټیوب چینل کې هره ورځ د کار اعلانونه خپروي.

د تراویح لمونځ په لاهور کې د تاریخي بادشاهي جومات څخه د باغي تلویزیون یوټیوب چینل څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي. په دې وروستیو کې د تحریک لبیک د لاریونونو د پوښښ لپاره د حکومت له ګواښونو سره سره باغي ټلویزیون خپل پوښښ ته دوام ورکړی او د باغي تلویزیون د پوښښ له امله د ټویټر بلیو ټیک هم لرې شوی دی.

باغي ټلويزيون د ژورناليزم په ډګر کې هر وخت د پاکستان دولت ته د هرې ګوتې ځواب ورکولو ته چمتو دی، له همدې امله د مودي حکومت هم هڅه کړې چې د باغي ټلوېزيون د ټويټر اکاونټ بند کړي، خو د هکرانو لخوا د هک کولو هڅې هم ناکامې شوې.

 

Leave a reply