برېټانیا لۀ افغانستان څخه د ۲۰ زره وګړو د لېږد پروسه پیل کړې 

0
157

برېټانیا لۀ افغانستان څخه د ۲۰ زره وګړو د لېږد پروسه پیل کړې 

نوموړې وايي، سږ کال به دې لړ کې دوې ډلې نور کسان هم شامل شي، چې یوه ډله یې له هېواده ایستل شوي دي او د ملګرو ملتونو کډوالۍ مسوولینو له خوا معرفي شوي دي. بله ډ‌له هغه افغانان دي چې له بریتانیا سره همکار وو، یا یې له نړیوالو سازمانونو سره همکاري درلوده.

(2022 /  1 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بریتانیا د شل زره افغانانو د ایستلو او دې هېواد کې د ځای پر ځای کولو حکومتي پلان رسماً پیل کړ. بریتانیا کې د افغانانو د بیا ځای پر ځای کولو چارو لپاره وزیره وکټوریا اتکینز د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې د ښاروالیو له ځايي شوراګانو وغوښتل چې مرسته وکړي، چې په وینا

یې په هېواد کې يې د افغانانو لپاره ښه راتلونکی تضمین شي.

نوموړې وايي، دا شمېر له هغو اووه زره کسانو پرته اضافي دی، چې له بریتانیا سره د مرستې په تړاو له هېواده ایستل شوي دي. اغلې اتکینز وايي، دا پروګرام دې کسانو ته د قانوني او خوندي لارې زمینه برابرول دي.

د نوموړې په وینا هغسې چې يې سپتمبر کې ویلي و، لومړي کال کې به پنځو زره کسانو ته بریتانیا کې د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره شي.

د نوموړې په وینا د دې کسانو لومړۍ ډله هغه د ښځو حقونو فعالان، خبریالان او د افغانستان عدلي او قضايي ادارو هغه کارکوونکي او کورنۍ یې دي، چې وار له مخه بریتانیا ته رسېدلي دي.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې خپلو افغان همکارانو او د امریکا دایمي اسناد لرونکو د لېږد لپاره ژمن یو 

Leave a reply