نایجیریا کې نښتې ، ۵ وسله وال وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
په نائجېريا كښې د امنيتي ځواكونو او د وسله والې ډلې ترمینځ په نښتنو کې 5 وسله وال وژل شوي دي.
د اې پي پي رپورټ مطابق ، د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نائجېريا د كورنيو چارو او سلامتيا كمشنر سېموئيل ارووان په یو بیان کې ویلي دي چې تېره ورځ د كدونا ايالت په سيمه كښې د وسله والو او امنيتي ځواكونو ترمېنځه یوه نښته وشوه، د بیان مطابق په دې نښتنه کې 5 وسله وال اووژل شول.
په بیان کې زیاتوی چې په كوانان باتارو سيمه كښې امنيتي ځواكونو ته د وسله والو په اړه خبر راغلې وو، په بیان کې وایی چې د اطلاع نه پس امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې د وسله والو په ضد عملیات پیل کړل او ۵ وسله وال ی اووژل.






