په باړه کې پرمختیایی کارونه دوام لري : اقبال آفریدي

باغي ټي وي رپورټ
وفاقی پارلیمانی سیکرټری سیفران او ایم این اے اقبال آفریدی په فنډونو سره د ضلع خیبر په تحصیل باړه مصری خیل میله سیمه کې د سولر بیس واټر سپلائی سکیم باندی باقاعده کار شروع شوې دې . دې پروژې نه به په سلګونو کورنیو او خلقو ته د څښلو پاکې اوبه په لاس راشي.
اقبال آفریدي په خپل فیس بک پانړه لیکلي چې د مصري خېلو مېله اولس دا اوږده غوښتنه وه چې مونږ ورسره په ټاکنو کې ژمنه کړې وه چې اوس د پوره کېدو په لور روانه ده.
د سولر بیس د اوبو رسولو سکیم بشپړیدل به په سیمه کې د اوبو ستونزه هواره شي.
په دی موقع د وی سی 74 جنرل کونسلر عبدالولی آفریدی د روان کار دوره وکړه او لارښوونه ی وکړه چې په روانه پروژه دې زر تر زر کار بشپړه شي چې ځای خلقو ته ګټه ورسي.






