د چارسدې ایس ایس پي سهیل خالد په سیمه کې مهم انقلابي قدم

باغی ټي وي رپورټ
د ډي پي او چارسدې ايس ايس پي سهيل خالد انقلابي اقدام، په ضلع کې د ټولو مافیا په ضد د سختو ګامونو اخستلو او ددوی په ضد کارایی کولو ژمنه اواعلان کړې دې.
د یو مراسلې مطابق ټولو DSPs، SHOs ته امر شوی چې د زمکې قبضه مافیا، د مخدره موادو مافیا، د لرګیو، غاصبینو او سود خور مافیا په ضد دې سخته ګاومه پورته کړي او دوی دې د قانون منګولو ته وسپاري.
ډي پي او چارسده سهیل خالد ویلي دي چې د نشه يي توکو د پلورونکو او قاچاقبرانو سره به هيڅ رعایت و نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *