په دیر کې د ریسکیو ۱۱۲۲ ودانې بشپړ شوې : صوبایی حکومت

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا صوبایی حکومت د صوبې د ټولو ضلعو، سیمو او کلیو لپاره د برابرو پرمختیایی پروژو او کارونو لپاره فعال دې او حکومت بغیر د توپیره په صوبه کې ترقیاتي کارونه کوي.
دا بیان د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود په ټولنیزو رسنیو خپور کړې دې.

د بیان مطابق د اپرېدير ضلع کښې په اول ځل د ریسکیو 1122 مرکزي ودانۍ د جوړولو کار بشپړولو سره دا ثابته کړه چې وزیراعظم عمران خان او وزیراعلی محمود خان د ټولو ضلعو د پرمختګ لپاره هلې ځلې او عزم لري او به هره سیمه کې بغیر د څه توپیره پرمختایی پروژې عملي کوي او نور ی هم اعلان کړي دي.

Leave a reply