نیږدې ۸۰ سلنه افغان ژورنالیستانو د مرګ لۀ وېرې خپل مسلک ته شا کړې

نیږدې ۸۰ سلنه افغان ژورنالیستانو د مرګ لۀ وېرې خپل مسلک ته شا کړې
د افغانستان رسنیز بنسټ اجرایوي رییس دل اقا قاسمي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې که وضعیت همداسې روان وي ډېری رسنۍ به بندې او خبریالان به اړ شي چې خپل مسلکونه پرېږدي.
(2022 / 1 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان رسنیز بنسټ د یوې سروې له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه افغان خبریالانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل مسلک بدل کړی دی.
دغه بنسټ ویلي، چې افغان خبریالان له خورا ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي، ۷۹ سلنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د پیسو ګټلو او ژوندي پاتې کېدو لپاره یې نورو مسلکونو ته مخه کړې ده.
د افغانستان رسنیز بنسټ د خپل دغه سروې پایله د افغانستان په کچه له ۴۶۲ خبریالانو او د رسنیو له کارکونکو سره له مرکې وروسته خپره کړې ده.
د راپور له مخې، د رسنیو د کارکوونکو د څه باندې ۲۶سلنه اقتصادي وضعیت کمزوری، پنځه سلنه منځنی او یوازې صفر عشاریه ۸۷سلنه اقتصادي وضعیت ښه بلل شوی دی.
د افغانستان رسنیز بنسټ اجرایوي رییس دل اقا قاسمي پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې که وضعیت همداسې روان وي ډېری رسنۍ به بندې او خبریالان به اړ شي چې خپل مسلکونه پرېږدي.
اړوند موضوعات:
۲۰۲۱ م کال نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ځای افغانستان وښودل شو
تر دې وړاندې د خبریالانو نړیوال فدراسیون هم ویلي وو، چې د حکومت پرځېدو وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ سلنه رسنۍ بندې شوې دي.






