اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان په ضد درخواست خارج کړې

0
259

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ نه نااهله کولو درخواست مسترد کړې دې۔
د جیو نیوز رپورټ مطابق فداالله په نوم یو تن د اسلام اباد های کورټ کې د لومړي وزیر عمران خان د نااهله کېدو غوښتنه کړې وه.

درخواست کوونکي دريځ خپل کړى ؤ چې عمران خان د سينيټ انتخاباتو په مهال وئيلي وؤ چې 16 ايم اين ايز خرڅ شوي دي، شيخ رشيد ددې خبرې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دهغوي په ضد به هيڅ کاروائي نۀ شي کولى.
د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس جسټس اطهر من الله درخواست کونکي ته لارښوونه وکړه چې د خپلې حلقې ايم اين اے ته دې په دې لړ کښې درخواست وکړي۔
وروسته د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس دا درخواست د نه اوریدنې قابل وګرځولو او خارج ی کړو.

Leave a reply