ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو پۀ پراختیا ټینګار کړی 

0
190

ایران او افغانستان د سوداګریزو اړیکو پۀ پراختیا ټینګار کړی 

په دې لیدنه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، مرزي بازارونو، ترانزیت او چابهار بندر په اړه هم خبرې شوې دي. متقي وايي چې ایران کولی شي د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره وصل شي او افغان لوری دا زمینه ورته برابروي.

 

(2022 / 1 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایراني او افغان لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې شوې دي.

متقي وایي چې افغانستان په سیمه کې د اتصال او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو په لټه کې دی او غواړي له ایران سره هم پراخې اقتصادي اړیکې ولري.

په دې لیدنه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، مرزي بازارونو، ترانزیت او چابهار بندر په اړه هم خبرې شوې دي. متقي وايي چې ایران کولی شي د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره وصل شي او افغان لوری دا زمینه ورته برابروي.

اړوند موضوعات: 

ایران او افغانستان د رېل پټلۍ پر بشپړولو خبرې کړې دي 

ایراني لوري هم ویلي چې د اړیکو د پراختیا او همکاریو لپاره هڅې روانې دي.

Leave a reply