نایجریا کې وسلوالو غلو دوه سوه کسان وژلي دي

نایجریا کې وسلوالو غلو دوه سوه کسان وژلي دي
د چارواکو په خبره، وسله والو په دې برید کې دغه راز د وژل شویو کسانو کورونه سوځولي دي او وژل شویو جسدونو ته یې هم اور ورته کړی دی.
(2022 / 1 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشبړ راپور
د نایجریا حکومت ویلي چې د دغه هېواد په لویدیځ کې وسله والو غلو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي دي.
د یاد هېواد پولیس چارواکو رویټرز ته ویلي چې وسله والو کسانو په دغه هېواد کې د ۹ کلیو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
د چارواکو په خبره، وسله والو په دې برید کې دغه راز د وژل شویو کسانو کورونه سوځولي دي او وژل شویو جسدونو ته یې هم اور ورته کړی دی.
بلخوا د سیمې اوسېدونکو ویلي چې وسله والو غلو تر برید وروسته شاوخوا دوه زره غواوې هم ورسره وړې دي.





