بلخ کې د یوې ټرافیکې پېښې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي

0
281

بلخ کې د یوې ټرافیکې پېښې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي

د چارواکو په خبره، یاده پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په اړوندو کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

 

(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په خبره، یاده پېښه تېره ورځ د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په اړوندو کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د حوزوي روغتون رییس ویلي چې په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي خو په وینا یې د ټپيانو روغتیایي وضعیت دا ندېښنې وړ نه دی.

د یادې پېښې د رامنځته کېدو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

Leave a reply