پیښور کې د کور دننه یو تن په ډزو ټپي شو

باغی ټي وي رپورټ
دپيښور په فقيراباد سيمه کې وسله والو د چادر او چارديواري حرمت تر پښو لاندې کړى اؤ کور ته ننوتلي اؤ يو تن يې په ډزو ویشتلې اؤ ژوبل کړې ی دې.
په رسنیو کې د چاپ یو رپورټ مطابق دپيښې وروستو ملزمان تښتيدلي دي.
د شبقدر اوسېدونکی مدعي عمران زوی امير شېر د رپورټ درج کولو په مهال پوليسو ته وويل چې غياث الدين د نور اسلام زوی، محمد شريف د محمد يوسف زوی، ذيشان د جان شېر زوی او سيد کرم د محمد کرم زوی کور ته ننوتل او ډزې يې وکړې. او چارديواري د حرمت څخه ی سرغړونه هم وکړه او زما په ورور شاهد علي یې ډزې وکړې چې په پایله کې هغه سخت ټپي شو.





