په شاکس کې بده پیښه شوې، د فوځ اهلکار په ډزو کې وژل شوي دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې یوه بده پیښه شوې ده، د ځایی سرچینو مطابق د د شاکس په لیوي سنټر کې ډزې شوي چې په نتیجه کې ی و څلور د آرمي اهلکار سخت ټپی شول.
د سرچینو مطابق دوه اهلکار په ځای مړه شوي وو او دوه اهلکار بیا روسته په روغتون کې ساه ورکړه چې د مړو شمیره ۴ څلور شوه.
د سرچنیو مطابق د اتوار په ورځ سحر سپاهي شفقت حسین په خپلو ملګرو ډزې پیل کړي چې په نیتجه کې ی راشد شاه،غلام محمد او پرویزعلي سخت ټپیان شول چې بیا روسته ی په سي ایم ایچ کې ساه ورکړه.
سرچینې وایی چې هم دې اهلکار سپاهي شفقت حسین په خپل ځان هم ډزې کړې چې بیا ی روسته په روغتون کې ساه ورکړه.
تراوسه پورې د پیښې په اړه معلومات نشته چې دا پیښه ولې مخې ته راغلې او ډزې ی په څه وجه کړي دي.





