بلینکن: تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېرې افغانستان ته د وژلو لپاره نۀ لېږل کېږي

بلینکن: تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېرې افغانستان ته د وژلو لپاره نۀ لېږل کېږي
بلینکن وايي دوی بریالي شول، چې د ناټو شل کلن ماموریت پای ته ورسوي، د تخلیې ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي او زرګونه هغه کسان و ایستل شي چې ژوند یې له خطر سره مخ و.
(2022 / 1 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې امریکايي سرتېري د وژل کېدو لپاره افغانستان ته نه لېږل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، دا لومړی ځل دی چې امریکايي عسکر د نوي کال جشن په افغانستان کې نه نمانځي او دا د امریکایي حکومت ستره لاس ته راوړنه ده.
بلینکن وايي دوی بریالي شول، چې د ناټو شل کلن ماموریت پای ته ورسوي، د تخلیې ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي او زرګونه هغه کسان و ایستل شي چې ژوند یې له خطر سره مخ و.
بلینکن دغه راز وایي چې د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو ولاړ دي، لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او امریکا لا هم د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی.
بلینکن ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به د امریکايي حکومت ديپلوماسي روانه وي او له خطر سره مخ کسانو ایستل به هم ادامه ولري.






