د لنډیکوتل انتظامي افسرانو د باران څخه متاثره کورنیو سره لیدنه کړې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خيبر لنډي کوتل تحصیل ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين د لوئي شلمان سيمي د ورستي بارانونو له وجي د چتونو د راغورزیدلو د وجهې د متاثره کورنیو سره ليدنه وکړه او د حالاتو جاج ئي واخست۔

په دي موقع د لنډي کوتل ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين لنډي متاثره خاندان ته باور ورکړو چي د وروستيو بارانونو له وجي متاثره شوي خاندانونو ته به خيمي او دوی سره به مالي مرسته وکړي او متاثره خاندانونو ته ئي باور ورکړے دے چي ضلعي انتظاميي او نور اعلي چارواکي به د متاثره خاندانونو سره په دې سخت وخت کې ولاړ دي او دوی به یواځې پرې نه ږدي۔ په دې سخت وخت کې به له زیانمنو شویو کورنیو سره هر ډول ممکنه مالي مرسته وشي، تر څو د زیانمنو شویو کورنیو ستونزې کمې شي.

Leave a reply