په مري کې د ملکي وګړو وژنه، څوک ذمه وار دي؟

0
243

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پایه تخت سره نزدې د سیلګرۍ په سیمه مري کې پرون بده پیښه مخې ته راغلې ده او د سرچنیو او د رسنیو رپورټونو مطابق په مري کې د زیاتې واورې وریدو له وجهې په ګاړو کې ایسار ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا مردان سیمې ۴ ځوانان هم په مري کې ژوند له لاسه ورکړې دي. داسې ویل کيږي چې کوم کسان چې مړه دي دا دا کابن مونو اکسایډ ګیس د ګاړي دننه جمع کیدو له وجهې مړه دي خو بیا داسې رپورټونه هم خپاره شوي دي چې ددې کسانو د جسم د حرارت درجه ډیره ټیټه شوې وه او د سختې یخنۍ له وجهې دوی مړه شوي دي.

په رسنیو کې داسې رپورټونه چاپ دي چې به مري کې د هوټل مافیا له وجهې سیلګري مجبور وو چې په موټرو کې پاتې شي ځکه د هوټل مالکانو سیلګرو څخه د ۳۰ زره او ۵۰ زره روپو غوښتنه کوله چې سیلګرو سره دومره روپۍ نه وې.
بل طرف په سوشل میډیا داسې رپورټونه هم خپاره شوي دي چې په مري کې چې په سرک کوم ګاړي ایسار پاتې وو ، ددې ګاړو ډرایورانو څخه ځایی خلقو ۲۰۰۰ او ۳۰۰۰ روپۍ غوښتلې، چې روپې به ی ورکړې بیا به دې خلقو د بند پاتې ګاړي ته دهکا(زور ) ورکولو او دغه شان به سرک خلاص شو.
که په دې روستیو کې د موسمیاتو محکمې په بیانونو نظر واچول شي نو د مري دې پیښې ذمه وار انتظامیه هم ده ځکه څو ورځې وړاندې داسې بیان خپور شوې وو چې په ملک کې په لوړو او ټیټو سیمو کې به سږ کال سخته ساړه وی او ددې ساړه ریکارډ به هم مات شي، په داسې حال کې د لوړو سیمو انتظامیه له په کار وو چې دې سیمو ته ی په محدود شمیر کې سیلانیان د داخلیدو اجازت ورکړې وو. بل طرف که وکتل شی نو د مري انتظامیه هم څه مثبت رول نه ښکاري چې د سرکونو نه د واورې پاکولو څه کردار ی ادا کړې دې. په داسې وخت کې ټول وسایل او مشینري باید وکارول شي او د خلقو ژوند وژغورل شي.
د خلقو په خپلو ګاړو کې مړ کیدل هم داسې ښکار چې هم ددې هوټل مافیا د زیاتو روپو د غوښتنې له امله وشو، نو په داسې وخت کې د یو انسان د مجبورۍ څخه ګټه اخستلو په وجه باید حکومتي چارواکي دې هوټل مافیا په ضد هم سخته قانوي کاروایی وکړي.

Leave a reply