په مري کې هوټل مافیا د سیلانیانو د مجبورۍ څخه ګټه پورته کوله
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد سره نزدې د سیلګرۍ په سیمه کې ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې.
په رسنیو کې چاپ د رپورټونو مطابق په مړو کسان کې د خیبر پښتونخوا ۴ څلور دوستان هم شامل دي، کومو چې په واوره کې خپل آخري ګروپ سیلفي هم اخستې وو چې دا ی د ژوند آخري سیلفي وواو بیا دا دوستان په خپل ګاړي کې مړه اوموندل شول.
په رسنیو کې د چاپ رپورټ مطابق د اسلام په کوهسار پولیس تهانه کې مقرر اې ایس اي،پولیس اهلکار نوید اقبال هم په مري کې خپل ژوند له لاس ورکړو. دې پولیس اهلکار سره درې لورانې،یو ځوی، وریره،خورینه او یوه خور هم په ګاړي کې مړه شوي دي.
د جیو نیوز یو رپورټ مطابق په مري کې ایسار یو تن رسنیو ته اوویل چې کله چې مري کې واوره زیاته شوه او خلقو په هوټل کې کمرې اخستل اوغوښتل نو د هوټل مالکانو کرایه ۵۰۰۰۰ تر پنځوس زره روپې ورسوله نو بیا خلقو ددې هوټل مالکانو د ظلم له وجهې مناسبه وګنړله چې په خپلو ګاړو کې پاتې شي. اولس غوښتنه کوي چې د هوټل مافیا په ضد دې سخته کاروایی وشي.