په تورخم پوله د صادراتو او وارداتي توکو د کلیرینس عمل ځای کلیرنس ایجنټانو احتجاجا بند کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د خیبر چیمبر آف کامرس او کسټم کلیئرنس ایجنټانو د تورخم بارډر پشمول په 4 کراسنګ پواینټ باندی احتجاج کړی دی او د کلیرینس عمل ی بند کړي دي چې له وجهې ی په تورخم پوله په سلګونه د صادراتي توکو ډک ولاړ پاتې دي.
د خيبر پښتونخوا د سوداګريزو صنايعو د واردوونکو اتحاديې سرپرست حاجي جابر خان شينواري، مرستيال اميرالله، د ټرانسپورټ رئيس عظيم الله شينواري او نورو نمایندګانو د خپلو غوښتنو په ملاتړ د تورخم پولې ته څېرمه احتجاج وکړو
د اتحادې مشرانو مطابق دوی په د غلام خان، انګور اډه او خرلاچي هم کلیئرنس عمل د احتجاج په توګه بند کړې د.
د سوداګرو اتحادیی مشرانو وینا وه چې په افغانستان کې د آنلاین بانکدارۍ سیسټم اغیزمن شوی، SBP د آنلاین بانکدارۍ له لارې دوه اړخیزه سوداګرۍ ته اړتیا لري، هغه اوویل چې سټیټ بینک کې د سوداګرۍ پالیسي بیاکتنه کوي
په افغانستان کې د بانکي سیستم تر فعالیدو پورې د نوې تګلارې پلي کول له سوداګرو سره ظلم او بې انصافي ده. هغوی اوویل چې نوې سوداګري پالیسي صادرونکو او واردونکو ته د منلو وړ نه ده، په افغانستان کې د بانکي سیستم تر فعالیدو پورې دې دوه اړخیزه سوداګري له پخواني سیستم په عملي کولو سره پیل کړي .
هغوی اوویل او ګواښ ی وکړو چې که غوښتنې ونه منل شي نو د پولې دواړو غاړو ته به صادرات او وارداتو کلیرینس په بشپړه توګه بند کړي.





