باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا په ګلیات سیمو کې د سړکونو د صفا کولو او د واورو لرې کولو کار د درنو مشينري په مرسته دوام لري. دا بیان د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په خپل ټولنیزو رسنیو خپور کړې دې.
د بیان مطابق وزیراعلی وایی چې د کمشنر هزاره، ډپټي کمشنر او ډائريکټر جنرل جي ډي اے ګليات کښې موجود دي او په بیان کې زیاتوي چې ډير زر به نتهاګلي ايبټ آباد روډ د ټريفک لپاره بحال کړے شي.
په بیان کې وایی چې ټول سيلانيان محفوظ دي او دوی ته سهولتونه اسانتیاوې ورکول کيږي۔
د صوبایی حکومت د ښه انتظاماتو له امله هیڅ ډول ځاني زیان نه دی رسیدلی، په بیان کې زیاتوي چې سیلانیانو ته هر ډول اسانتیاوې په وړیا توګه ورکول کیږي.
په خیبر پښتونخوا کې په لوړو سیمو کې د واورې پاکولو عمل ډیر په تیزې سره روان دې










Leave a Reply