پاکستان کې د سختو واورو لۀ امله ۱۶ کسه وژل شوي دي

پاکستان کې د سختو واورو لۀ امله ۱۶ کسه وژل شوي دي
پاکستاني پولیسو ویلي چې په دې وروستیو کې مري ښار ته د واورې د سیل لپاره تر ۱۰۰ زره ډېر موټر دننه شوي دي چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد په مري ښار کې د شدېدې واورې او په موټرو کې د خلکو د بندښت له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، زرګونه کسان اوس له یادې سیمې څخه د وتلو په حال کې دي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې پوځ منظم شوی څو سړکونه پاک کړي او بند پاتې کسان وژغوري.
د نوموړي په وینا، له ۱۶ نه تر ۱۹ کسان په یاده سیمه کې مړه شوي دي خو تر اوسه پورې د دریو هغو په اړه هیڅ مالومات نه شته.
پاکستاني پولیسو ویلي چې په دې وروستیو کې مري ښار ته د واورې د سیل لپاره تر ۱۰۰ زره ډېر موټر دننه شوي دي چې له امله یې ګڼه ګوڼه رامنځته شوې او د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.






