په جمرود کې د کلیو کوڅې او سرکونو د خراب حالت څخه خلق شواخون کوي

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د فاټا انضمام نه پس د ملیاردونو روپو فنډونو، ددې سیمې یو وفاقی وزیر، قومی مشران ، قامي او صوبایی عوامي نمایندګان، ایم پی اے سینیټرانو او اوس د بلدیاتی نظام باوجود د ټاون دری نوی آبادی تحصیل جمرود کښي د کلیو د سړکونو حالت ډیر خراب دی.
د یو ځای خبریال د رپورټ مطابق په ضلع خیبر تحصیل جمرود ټاون تهري کې ځایی خلق د سختو مشکلاتو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د ټاون تهري جمرود د کلیو د کوڅو او نور سرکونو بیا د رغونې چارې دې پیل کړې شي.
د تفصيلاتو ترمخه د جمرود نوې ابادي ټاؤن 3 ګودر روډ نه تر مظفر آباد او ګل باشي کلي پورې د عام تګ راتګ لپاره سړک ډير خراب دی د سيمي د اوسيدونکو وينا ده چي وفاقي وزير نورالحق قادري، پخوانې ايم اين اے او قومي مشر شاه جي ګل، ایم پی اے او پارلیمنټ لیډر بلاول پشمول نور امیدواران او اوس تحصیل چیرمین سید نواب د خپل ټاکنو کمپاین او خلقو څخه د ووټونو د غوښتنې لپاره هم په دې څو ځله راغلی دی او د دې سختې لارې له حالته ښه خبر دی.
ځایی خلقو غوښتنه کړې چې ددې خراب سرک غم د اوخوري او دا سرک دې پوخ جوړ کړې شي.

Leave a reply