افغانستان کې وروستي اورښتونه؛ لغمان کې دیو کور د چت لوېدو لۀ امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده

افغانستان کې وروستي اورښتونه؛ لغمان کې دیو کور د چت لوېدو لۀ امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
د هغه په وینا، په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړی دی. د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
(2022 / 1 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لغمان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د یو کور د چت نړېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د والي ویاند صلاح الدین زاهد ویلي چې په دې پېښه کې پنځه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی او د ښځو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره دا پېښه د لغمان ولایت د مرکز اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړی دی. د یادونې ده چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.






